د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا چارو عمومي رییس محمد رضا بهرامي او کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره وکتل.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د ایران او افغانستان په پولو کې د همکارۍ پیاوړتیا په اړه د خبرو سربېره د سیمې پر امنیت، ثبات او د تفاهم له لارې د مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.
خلیفه سراجالدین حقاني ټینګار کړی، چې افغانستان د ګاوندیو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې: «هسې چې موږ د نورو حاکمیت او حیثیت ته درناوی لرو، تمه لرو چې زموږ په اړه هم ورته نیت او احترام موجود وي.»

