د افغانستان برېښنا شرکت د لوګر ولایت مرکز اړوند کلیو دوه زره پېرودونکو ته د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې درېیو بشپړو شویو پروژو پرانېستنه وکړه.
د یادو پروژو په مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رییس، د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیوي رییس، د لوګر ولایت ځايي مسولینو، قومي مخورو او د برېښنا انجنیرانو ګډون کړی و.
د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیوي رییس هېواد کې د برېښنا شبکو غځونې پروژو متوازن پرمختګ یادونه کړې، چې په وینا یې بشپړیدو سره به یې هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د امارتي شرکتونو لوی رییس د ټول هېواد په کچه د عامه خدماتو پراختیا او نویو پرمختګونو ستاینه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست رامنځته کېدو سره ټول خدماتي شرکتونه د چټک پرمختګ حال کې دي.
دغه راز د لوګر مرستیال والي مولوي دین محمد دینپرور د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا رسونې پروژو چارو ستاینه کړې او له خلکو یې غوښتي، چې د ټولو پروژو تطبیق په برخه کې دې بشپړه همکاري وکړي.
په ټوله کې د مراسمو ویناوالو په متوازن ډول د برېښنا په ګډون د ټولو عامه خدماتي پروژو پرمختګونو ستاینه کړې او د همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

