د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د سویلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسول محمد رضا بهرامي سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي هم حضور درلود، په ایران کې د افغان کډوالو او د سیمې د وروستي حالت په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي محمد رضا بهرامي په مهمو مسایلو کې د ایران په هکله د اسلامي امارت له دريځ څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د کابل او تهران تر منځ په سوداګرۍ کې ښه پرمختګونه شوي او تمه ده، چې د نورو لاسته راوړنو په موخه ایراني لوړ پوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي او د ګډ کار او سوداګرۍ لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي بهرامي زیاته کړې، چې د ایران د جمهوري دولت چارواکو د افغان کډوالو اړوند له اسلامي امارت سره کړې ژمنې عملي کړې دي.
دغهراز څرګنده کړې یې ده، چې په ایران کې د افغانانو ناقانونه استوګنې د حل په موخه به له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي او همدارنګه به ایران افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکړي.
د ناستې پر دوام ښاغلي بهرامي د افغانستان او پاکستان وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې او څرګنده کړې یې ده، چې د اسلامي امارت د تایید په صورت کې ایران د کابل او اسلام اباد تر منځ د ستونزو په حل کې منځګړيتوب ته چمتو دی.
مولوي عبدالکبیر محمد رضا بهرامي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د کابل او تهران اړیکو ته په کتو یې یادونه کړې، چې د ایران جمهوري دولت دې له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي او د افغانانو د شتمنیو له ضایع کېدو دې مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته د راستنېدو په موخه هڅوي. دغهراز د کډوالو له کوربه هېوادونو یې غوښتي، چې افغانان په جبري ډول ونه باسي.
مولوي عبدالکبیر د ایران له لوري افغانانو ته د کاري ویزو ورکړه مهم ګام یاد کړی او یادونه یې کړې، چې اسلامي امارت به په ایران کې د پاتې افغانانو د ستونزو د حل په موخه یوه طرحه تهران ته وسپاري.
د ناستې په پای کې د کډوالو وزیر څرګنده کړې، چې د نورو پر وړاندې د افغان خاورې کارېدل د اسلامي امارت پالیسي نه ده او غوره به وي چې ګاونډیان د تورونو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې د علماوو په همکارۍ حل کړي.

