ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر محمد زلمی افغانیار: پنجابی د امریکا او انګلیس له ملاتړ پرته پر افغانستان د برید جرئت نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد زلمی افغانیار وايي، چې د پنجابي پلار او نیکه د امریکا او انګلیس له ملاتړ پرته پر افغانستان د برید جرئت نه درلود او نه یې لري.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستان د امریکا او انګلیس په ملاتړ پر افغانستان بریدونه کوي، خو باید په دې پوه شي چې امریکا له ۴۷ هېوادونو سره په افغانستان کې ماتې وخوړه.

د ښاغلي افغانیار په خبره، امریکا له ټکنالوژۍ، پوځ او زیاتو امکاناتو سره-سره د افغانستان په نیولو ونه توانېده، پنجابستان به څرنګه پر افغانستان حکومت وکړای شي، حال دا چې هر نوی زېږدېدلی پنجابی یې له زېږېدو سره سم ۱۵۰ زره کلدارې پوروړی وي. پلار یې هم دا کار نشي کولای.