ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستیو سیمه‌ییزو مسایلو په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر دوکتور سید عباس عراقچي ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمه‌ییزو مسایلو په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړی، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په پيل کې هم پاکستانی لوری د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

مولوي امیر خان متقي ویلي، چې نن د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې له پاکستاني لوري سره خبرې کېږي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو، چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو د پیل له امله خوښي ښودلې او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار کړی دی.

سید عباس عراقچي د مذاکراتو او تفاهم له لارې د مسئلې پر حل د ټینګار تر څنګ له خپله اړخه د مرستې چمتووالی ښودلی، چې د بهرنیو چارو وزیر مننه ترې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې عملاً خبرې روانې دي.