ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټاپي پروژې د چارو په پرمختګ کې به افغانانو ته هم د کار زمينه برابره شي

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ميزان مياشتې پر ۲۸مه نېټه د ترکمنستان هېواد له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.

د دې ليدنې پر مهال د ټاپي پروژې ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د يو شمېر نورو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې وشوې.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ټاپي د افغانستان، ترکمنستان او سيمې هېوادونو د اقتصاد لپاره مهمه وبلله او له ترکمن لوري يې وغوښتل، چې افغانانو ته هم د دې پروژې د چارو په پرمخ بېولو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

ترکمن لوري وويل، د ټاپي پروژې د طرزالعمل مطابق به ډېرو افغانانو ته د کار او مسلکي روزنې زمينه برابره کړي.

هغوى زياته کړه، د عشق اباد او کابل ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره د نورو لويو اقتصادي پروژو تطبيق ته هم چمتو دي.