ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فرانسې پخوانی ولسمشر په پینځه کاله بند محکوم شوی

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزی نن (سې‌شنبه، د اکتوبر ۲۱مه) د پاریس په یوه زندان کې د خپل پینځه کلن بند دوره پیلوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی په ۲۰۰۷ زیږدېز کال کې له لیبیا څخه د ټاکنیزو فنډونو د ترلاسه کولو په هڅو کې د جنايي دسیسې په تور محکوم شوی دی.

نوموړي دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې بښنه نه غواړي، ځکه بې‌ګناه دی.

سارکوزی د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د فرانسې ولسمشر و.

نیکولا سارکوزی له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دې هېواد لومړی رهبر دی، چې زنداني کېږي.

د فرانسې یاد پخواني ولسمشر له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د امنیتي خوندیتوب په موخه به له نورو بندیانو جدا په یوازې بندخونو کې وساتل شي.

که نوموړی د محکمې د پرېکړې پر وړاندې استیناف هم وغواړي، په زندان کې به وخت تېروي.