ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې۶۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۶۷مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱کورنیو سره ټولې۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۸۹تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۷۴عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۰۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۲۹۱تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳۷۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۴۹۲تنه و، کابل، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست، نیمروز، او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، ۳۱۹ زره او۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۴۷کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۳۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې اته زره او ۶۷خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۰۱عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۷۷‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۹تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، جوزجان او تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۴۳ زره  او۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۷۱۹کورنۍ او درې زره او ۹۹۵وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۴۵۱کورنۍ او دوه زره او ۹۱۱وګړي

مرسته شوي کډوال:              ۷۴۷کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:        ۴۷۵عــــدده