ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کاناډا لومړی وزیر: که نتانیاهو یې هېواد ته داخل شي وبه نیول شي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، که د اسرائیلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د کاناډا خاورې ته داخل شي، نو د جزا نړیوالې محکمې د پرېکړې درناوی به وکړي او هغه به ونیسي.

د کاناډا لومړي وزیر له بلومبرګ رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندل یې په سیاستونو کې لومړیتوب درلود.

کاناډا د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې پر ۲۱مه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده.

وروسته برېتانیا، اسټرالیا او پرتګال هم په رسمي ډول فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

فلسطین تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې څخه ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.