ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۵ زره ډېر ناروغ فلسطینیان له غزې څخه ایستلو ته په تمه دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د درې زره او ۸۰۰ ماشومانو په شمول له ۱۵ زره ډېر ناروغ فلسطینیان د درملنې په موخه له غزې څخه ایستلو ته په تمه دي.

د یاد سازمان مشر ټیډروس ادهانوم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اوربند له هوکړې وروسته یې په لومړي ځل له غزې څخه د درملنې په موخه د ۴۱ سختو ناروغانو او له هغوی سره د ۱۴۵ مل نورو کسانو د ایستلو مشري کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له اسرائیلي رژیم څخه غوښتي، تر څو د اوربند په جریان کې ناروغو فلسطینیانو ته له غزې څخه د وتلو اجازه ورکړي.

که څه هم هوکړه شوې وه، چې اسرائیلي رژیم به د مصر او غزې تر منځ د ‘رفح’ بندر د تګ راتګ په موخه پرانیزي، خو لا هم دا بندر تړل شوی دی.