د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې دوه میلیونه او ۲۲۸ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
له بل لوري په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، چې له سختو ننګونو سره مخ دي او پاکستاني پولیسو يي ان د کورونو د نړولو ترڅنګ هټۍ بندې کړې او په جبري ډول يي د ایستلو لړۍ دوام لري.
د دې تر څنګ د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي زیني وند ویلي، ډیری ناقانونه اتباع له دې هېواده وتلي، چې ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه تللي او پاتې ۳۰ سلنه یې درناوي او اړینو پروټوکولونو ته په پام سره ایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د ایران د کورنیو چارو وزارت ځانګړې موخه دا ده، چې په ایران کې هېڅ ناقانونه کډوال نه وي.
له پاکستان او ایران وروسته د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې ۳۰ زره افغان کډوال نیولي دي.
یاد وزارت ویلي: “د ۲۰۲۴ کال پر مهال په ترکیه کې د بېلابېلو هېوادونو له ۱۲۲ زرو ډېر ناقانونه کډوال نیول شوي، چې ۳۰ زره او ۹۹ یې افغانان دي.”
افغان کډوال داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل شوي، چې د دوی په خبره په یادو هېوادونو کې شتمنۍ ترې ګرځول شوې دي.

