د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد مليتلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات پر درېیمه ورځ لاهم روان دي او پایلو ته یې په تمه یو.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې اسلامي امارت د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، خو په خبره یې که کوم هېواد پر افغانستان برید کوي، له ورته اقدام سره به مخ شي.
د افغانستان مذاکراتي ټيم له دې وړاندې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده سپارلې وه.
په مسوده کې په دې تمرکز شوی و، چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هېڅ ډلې يا مخالف ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان خاروه زموږ د هېواد پر ضد وکاروي.

