ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کامرون ۹۲ کلن ولسمشر د اتم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

د کامرون ۹۲ کلن ولسمشر ‘پاول بیا’ له سختې او لانجمنې ټاکنیزې سیالۍ وروسته د اتم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او ۷ کاله نور به هم په واک کې پاتې شي.

نوموړی د نړۍ تر ټولو د پاخه عمر لرونکی ولسمشر ګڼل کېږي.

ویل کېږي، چې له بریا وروسته یې د پلویانو او مخالفینو تر منځ سختې نښتې شوې دي.

که ښاغلی پاول د هېواد له دې ګډوډۍ څخه بریالی ووځي، نږدې تر خپلې سل کلنۍ پورې به په واک کې پاتې شي.

پاول په ۱۹۸۲ کې واک ته رسېدلی او تر اوسه د کامرون هېواد د ولسمشر په توګه پاتې شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، پاول په ټاکنو کې ۵۴ سلنه رایې او سیال یې عیسی چیروما، چې د هغه د حکومت پخوانی وزیر و، ۳۵ سلنه رایې ګټلې دي.

کامرون یو افریقايي هېواد دی، چې د نایجریا په ګاونډ کې پروت دی.