تېره میاشت (د ۱۴۰۴ لمریز کال د مېزان میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ٣٠مې) پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳ زره او ۵۰۷ ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په دې توکو کې ۳۵۱ زره او ۶۸۱ ټنه د حیرتان، ۲۷ زره او ۲۵۷ ټنه د اقینې، ۶۸ زره او ۱۶۵ ټنه د تورغونډۍ بندرونو او ۴۶ زره او ۴۰۳ ټنه د هرات-خواف له لارې لېږدول شوي دي.
د انتقالاتو له جملې یوه برخه ترانزیټ اوصادرات دي. په تېره میاشت کې ۹۷۱ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

