ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د افغانستان د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال ژومان ګارین، د ملي اقتصاد وزیر او د دې هېواد د نورو سیمه‌ییزو مسوولینو او د دواړو هېوادونو سوداګرو په شتون کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه نندارتون پرانیسته د ظرفیتونو پېژندل، د افغانستان د تولیدي محصولاتو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا بللې.

په دغه نندارتون کې د افغانستان لسګونو شرکتونو داخلي تولیدات او صنایع نندارې ته وړاندې کړي او د روان کال اکټوبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام ولري.