ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي له هرې ممکنې شرعې لارې د افغانانو ستونزې حل کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې یادو مشرانو او مخورو، له ولسونو سره د اسلامي امارت له لوري د شویو همکاریو او لیدنو له امله د خوښۍ په څرګندلو سره ویلي، چې افغانان له لسیزو د اسلامي نظام بریا ته په تمه وو او له حکومت څخه ملاتړ کوي.

دغه راز قومي مشرانو د پراختیايي پروژو سربېره په یاده ولسوالۍ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یادو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلامي نظام په بریا کې یې د سیدکرم د ولسونو د قربانیو ستاینه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي نظام ولس ته د خدمت مسولیت لري او حکومت هڅه کوي له هرې ممکنې شرعې لارې د افغانانو ستونزې پر وخت حل او وړاندېزونو ته یې رسیدنه وکړي.

نوموړي د سیدکرم د مشرانو او مخورو وړاندېزونو ته د رسېدنې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د سیدکرم د ولس ستونزې حل شي.