ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د یوناما له سیاسي رییس سره لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ محمد قاسم خالد په کابل کې د یوناما له سیاسي رییس سکاټ سمیت او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د یوناما استازو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هغه فرمان چې د نشه‌ يي توکو د مخنیوي په اړه صادر شوی هر کلی کړی او د نشه یي توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت هڅې ستایلي دي.

ورته مهال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ محمد قاسم خالد ویلي، اسلامي امارت د نشه‌ يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او هیچاته به د نشه‌‌يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور اجازه ورنه‌ کړي.

ښاغلي خالد زیاته کړې، نشه‌یي توکي د افغانستان نه؛ بلکې یوه نړیواله ستونزه ده او د روږدو درملنه، وقایه، مسلکي زده‌کړې، بزګرانو ته د بدیل کښت برابرول او د نشه‌ يي توکو مخنیوی نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.