ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالسلام ضعیف: پاکستان باید باتجربه کسان مذاکرې ته وټاکي

ملا عبدالسلام ضعیف پر اېکس پاڼه لیکلي، که پاکستان په رښتینې توګه د ستونزو د حل لار مذاکره او تفاهم بولي، نو دوه اصله دې په پام کې ونیسي.

د ښاغلي ضعیف په وینا، لومړی دا چې د خبرو لپاره دې وړ او با تجربه ملکي کسان غوره کړي او بله دا چې له افغانستان سره دې د ستونزو د حقیقت د ژوروالي په منلو سره د هغه په اساس عمل ته چمتووالی ونیسي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړه، چې د پاکستان نظامي رژیم د استانبول په مذاکراتو کې ماتې خوړلې او میدان یې پرېښی دی.