ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې په سنټ پیټرزبورګ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

په مسکو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې فضل الهادي حمزه او مل پلاوي د روسیې فدراسیون پخوانۍ پلازمېنې سنت پیټرزبورګ (لینېن ګراد) ښار ته سفر وکړ.

یاد پلاوي په سنت پیټرزبورګ ښار کې له مېشتو افغانانو سره وکتل او د افغانستان اسلامي امارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل.

ورته مهال په سنت پیټرزبورګ ښار کې مېشتو افغانانو د اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ د اسلامي امارت او افغان ولسونو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي حمزه په دغه ښار کې له لومړي کلتوري موزیم څخه د لیدنې ترڅنګ، هلته له مېشتو افغان زده کړیالانو سره هم ولیدل.