ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان “بلال” او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن “عطاش” د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ.

عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي.

دغه راز د امارتي شرکتونو لوی ریيس مولوي احمدجان “بلال” هم د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی.

نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی، چې باید په ګډ مسوولیت سره بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژې چارې اوسمهال په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي.د سربند ودانیزې چارې نږدې ۸۵ سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ساختمانونو هم کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د امو سیند څخه سرچینه اخلي او په خپلو اوږدو کې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.

دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.