د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع، د ملي دفاع وزارت څخه تللي پلاوي او د قول اردو ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
مسوولینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، تاسو نن په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي یاست؛ د خپل هېواد له سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په پوره میړانه دفاع وکړئ او همدارنګه ژمنتیا، تقوا، نظم او اسلام ته په صادقانه توګه خدمت خپل مسیر وګرځوئ.
ورپسې فارغانو د مسوولینو په وړاندې خپل زده کړي مهارتونه په لوړ مرال سره وښودل او مراسم د بري لیکونو پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

