د سرحدي پولیسو لوی رییس مولوي حزبالله افغان د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان هم ګډون درلود.
یاده ناسته د افغانستان ملي راډیو تلویزیون او سرحدي پولیسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د سرحدي پولیسو په جزتامونو کې د معلوماتو د لاسرسي او د همکاریو د پراخوالي په اړه وه، چې پکې هر اړخیز بحث او نظرونو شریک شول.

