د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زور اېستلو او د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله رامنځته شويو بشري ستونزو ته په کتو، په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب، د پېښور عمومي قونسل حافظ محبالله شاکر او مل پلاوي په ملتیا له اضاخیلو تر جمرود، لنډي کوتل او د خیبر درې په مسیر له هغو سیمو او کمپونو څخه لیدنه وکړه چې افغان کډوال پکې د لارو د تړل کېدو له امله بند پاتې دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د تورخم د لارې د پرانیستلو ډاډ ورکړی و او له نېکهمرغه ډېری کډوال وتوانېدل له کرښې واوړي؛ خو یو شمېر نور لا هم پاتې دي.
ښاغلي شکيب او مل پلاوي د افغان کډوالو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چې دغه ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړي.
د اسلامي امارت سفیر دغه راز د سفارت او قونسلګر لهخوا چمتو شوي خوراکي توکي او نغدي مرسته هم پر افغان کډوالو ووېشل شوه.

