د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د يوې لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ختيځو ولايتونو د خلکو او سيمهييزو چارواکو په ګډون يو ستر ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړ.
د دې سفر پر مهال د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او سلاکارانو د وزیر ملتیا کوله.
مولوي عطاءالله عمري د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ هڅه کوو چې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلو».
همدارنګه دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتی سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ننګرهار والي او مرستيال والي په جلا جلا ويناوو کې د ځنګلونو پر ارزښت او د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ، څو د ونو د پرېکولو او د لرګيو د قاچاق مخه ونيول شي او د هېواد طبيعي ځنګلونه بېرته ورغول شي.
په دې غونډه کې د ختيځو ولايتونو يو شمېر علماوو او قومي مخورو د خپلو سيمو د خلکو په استازيتوب د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړ، چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه پلي کېږي.
همدارنګه دوی غوښتنه وکړه، چې د لرګيو پر ځای د بديلو منابعو لکه ګاز، برېښنا او ډبرو سکرو زمينه برابره شي، څو د خلکو اړتياوې له ځنګلونو څخه پرته پوره شي.
یادو علماوو همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د ځنګلي سيمو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړي، څو د هغوی ژوند د ځنګلي منابعو له اتکا پرته دوام ومومي.
په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د ځنګلونو د اغېزمنې ساتنې لپاره به ځانګړي ځنګلساتونکي او مامورين په ځنګلي سيمو کې ګومارل کېږي، محلي شوراګانې او ولسي ټولنې به پياوړې کېږي او د ځنګلونو د بيا رغونې بهير به په منظم او دوامدار ډول پر مخ يوړل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د پرېکولو او قاچاق له جدي ستونزو سره مخ و، خو اوس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ونو د ناقانونه پرېکولو د مخنيوي، د زرغون پوښښ د زياتوالي او د ځنګلونو د بيا رغونې لپاره پراخ پروګرامونه پيل کړي، څو د هېواد طبيعي شتمنۍ وساتل شي او د چاپېريال توازن بېرته ټينګ شي.

