ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وکړه

د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وکړه.

په دې ناسته کې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مرستیالانو او ځینو مرکزي رییسانو برخه لرله، له ترکیې څخه د ایستل کېدونکو کډوالو د وضعیت او په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د چمتو شوې طرحې د مسودې په اړه مفصل بحثونه او پریکړې وشوې.

مسولینو د ناستې په پیل کې له ترکیې څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه وروستی معلومات شریک کړل او یادونه وشوه، چې له ترکیې څخه ایستل شوي افغانان د کډوالو حقونو ته د لاس‌رسي غوښتنه کوي او وړانديز وشو، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې د کډوالو افغان اتشې ترکیې ته ولېږل شي، تر څو په دوامداره ډول د افغان کډوالو چارې تعقیب او پر وخت ورته رسېدنه وشي.

د ناستې په دوام پر ترکیه سربېره په ځینو نورو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر څرنګوالي او په بهر کې د کډوالو غوښتنو ته د رسېدنې په اړه پریکړې وشوې.

همدارنګه د ناستې ګډونوالو د کډوالو چارو وزارت لخوا په هېواد کې د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د چمتو شوې طرحې مسوده تر ارزولو وروسته تايید کړه او څو تنو مسولینو ته دنده وسپارل شوه، تر څو د کډوالۍ د دایمي حل د چمتو شوې مسودې پاتې پړاونه ژر بشپړ کړي او له اړوند ادارو سره یې شریکه کړي.