د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې تېره اونۍ (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) یې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۶ زره او ۲۲۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په دې توکو کې د حیرتان بندر له لارې ۹۷ زره او ۶۳۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۹ زره او ۴۰۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره او ۸۶۲ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۱۱ زره او ۳۲۳ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۳۶ زره او ۲۲۷ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې ۳۲۸ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

