ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مرکزي اسیا هېوادونو له مشرانو سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (پنجشبه، د نومبر ۶مه) د اسیا پنځو هېوادونو له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل.

د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې په دې لیدنه کې، ټرمپ مرکزي اسیا شتمنه سیمه بللې او ویلي یې دي چې غواړي له دغو هېوادونو سره د امریکا اړیکې پیاوړې کړي.

د راپور پر اساس، په دې لیدنه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجېکتسان، ترکمنستان او اوزبېکستان رهبرانو شتون درلود.

له دې لیدنې وروسته ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشیل ټولنیزې پاڼې اعلان وکړ چې اوزبېکستان غواړي راتلونکې لسیزه امریکا کې څه باندې ۱۰۰ میلیارده ډالره پانګوونه وکړي.