د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له یوه خصوصي شرکت سره د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان د اکتشاف، استخراج او پروسس هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د کانونو د مسلکي کیندنې په موخه له هغو شرکتونو سره هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، چې ښې وړتیاوې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد کان ۲۴۰ کیلومټره مربع مساحت لري.

