ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا رحمت‌الله نجیب: پاکستاني پلاوي په پاکستان کې د جنګ د ناروا بللو فتوا غوښتې وه

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا رحمت‌الله نجیب په یوه خبري ناسته کې وویل، د پاکستان مرکچي پلاوي له افغان پلاوي غوښتي و، چې د اسلامي امارت مشرتابه دې په پاکستان کې د روان جنګ د ناروا بللو فتوا صادره کړي.

د کورنیو چارو وزرات مرستیال وویل، د اسلامي امارت پلاوي د دوی په ځواب کې ویلي و چې په پاکستان د جنګ روا او نه روا بلل موږ خپل حق نه بولو، ځکه دا موږ پورې اړه نه لري.

د نوموړي په وینا د اسلامي امارت دارالافتاء خپلواکه ده، چې د شرعي احکامو مطابق فتوا ورکوي او موږ ورته فرمایش نه شو ورکولای چې فتوا صادره کړي.