ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر: اسلامي امارت یو سوله‌غوښتونکی نظام دی او د ټولې نړۍ لپاره سوکالي غواړي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ‌ نورمحمد ثاقب، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سهیل شاهین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني او کلتوري همکاریو د رامنځته کولو او پراختیا په موخه لیدنه کړې او د ګډو همکاریو پر مهمو لارو چارو یې خبرې کړې دي.

شیخ‌ نورمحمد ثاقب ویلي: » د جهادي مبارزې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د افغانستان د فتحې لومړنی سیاسي سنګر و، کله چې د الهي نصرت او د مجاهدینو د مبارزو او قربانیو په پایله کې فتحه راغله؛ د قطر د سفارت له لارې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړيکو يو نوی پړاو پيل شو او له نړۍ سره په بېلابېلو برخو کې ستر پرمختګونه ترسره شول. «

نوموړي زیاته کړې، یاد سفارت د اسلامي امارت حقیقت او واقعیت نړۍ ته څرګند کړی او دا پیغام یې رسولی چې اسلامي امارت یو سوله غوښتونکی نظام دی، چې د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ لپاره ثبات او سوکالي غواړي، همدارنګه سفارت توانېدلی چې د افغانستان په ښې استازولۍ سره د دښمنانو تبلیغاتي دسیسې شنډې کړي.

ښاغلي ثاقب همدارنګه د قطر هېواد نېک تعامل ته په اشارې سره ویلي، د قطر هېواد له اسلامي امارت او د افغانستان له ملت سره د نېک تعامل ښه سابقه لري؛ د اشغال په دوران کې يې د اسلامي امارت دروازه نړۍ ته پرانستې وه او د خپل هوښيار او ښه دريځ له امله یې د نړۍ لید د افغانستان اسلامي امارت په اړه مثبت لوري ته واړاوه.

قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د قطر هېواد د اوقافو او اسلامي چارو وزارت (وزارة الأوقاف والشؤون الاسلامیة) لخوا د جوماتونو د جوړولو او د جګړې پر مهال د تخریب شوو جوماتونو د بیا رغونې، جوماتونو ته د فرشونو (جای نمازونو) د وېش، د دارالحفاظونو د اکمال، د مصاحفو (قرآن کریمونو) د اهداء او یو لړ نورو همکاریو په اړه د یاد وزارت د وزیر له ژمنې او وعدې څخه یادونه کړې ده.