د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي.
یادې ادارې ویلي، چې تېره میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۷۴.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو ملیارد او ۱۶۸.۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د یادې ادارې د ارقامو له مخې د صادراتو دغه ارقام د روان کال د وږي میاشتې په پرتله ۴۵.۱ ميليونه ډالره زیاتوالی لري.
همدا راز په وارداتو کې د وږي میاشتې په پرتله، تېره (تلې) میاشت کې د ۶۴.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت کموالی راغلی دی.
ارقام ښيي چې په تلې میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې عادي صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې د برېښنا وارداتو له ارزښت پرته محصولي او غير محصولي واردات شامل دي.

