ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د ولایتونو تر منځ د اسنادو د تصدیق لړۍ پیل کړې

د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د ولایتونو تر منځ د اسنادو د تایید خدمتونه پیل کړي.

دغه وزارت وايي، له دې وروسته خلک کولای شي، چې نورو ولایتونو ته له تګ څخه پرته په خپل ولایت کې د افغان پوست استازولیو له لارې د تایید لپاره کابل او په ولایتونو کې شپږو نورو استازولیو ته ولېږي.

د یادونې وړ ده، چې بهرنیو چارو وزارت دا مهال په کندهار، هرات، بلخ، کندوز، ننګرهار او پکتیا کې استازولۍ لري.