ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی رییس: اسلامي امارت مسولين د خلکو ستونزو د حل په اړه جدي دي

د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت د اداري پروسو ساده کولو هوکړه لیکونو د لاسليک په غونډه کې ګډون کړی.

د چارو ادارې لوی رییس، د رياست الوزرا اداري مرستيال او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس او د دې ادارې يو شمېر ریيسانو او مسولينو ګډون کړی و.

مولوي نورالحق انور ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځه راپورته شوي دي، له درده يې خبر دي نو ځکه يې ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اداري پروسو د پېچلتيا له امله د خلکو حقوق ګرځول کيږي خو دا د اسلامي امارت دنده ده، چې د خلکو د حقوقو څخه ساتنه وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس ویلي؛ هغه مشکلات او ستونزې چې په امارتي ادارو کې خلک ورسره مخ کيږي، د دې ادارې په هڅو له منځه ځي او خلکو ته په چارو کې اسانتياوې رامنځته کيږي.

نوموړي زیاته کړې، په تېر يو کال کې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ۳۶۶ پروسې ساده شوي او په وينا يې چې دا بهير به لا دوام کوي.

د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت مسولينو د اداري پروسو ساده کولو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست څخه مننه کړې او دا چاره يې خلکو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهمه بللې.