ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکو نودا سره وکتل.

د کډواولو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل لارو خبرې شوي.

اغلې شکو نودا د راستنېدونکو د لړۍ د ښه مدیریت له امله د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او زیاته کړې يې ده، چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.

د نوموړي په وینا، د راستنو شویو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو، هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او یادو کډوالو ته د مناسب کاري چاپېریال د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوې.

د ناستې پر دوام د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي د راستنو شویو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې جوړولو وړانديز وکړ.

ورته مهال، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.

د کډوالو چارو وزیر ویلي، چې د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو تر څنګ د دایمي سرپناوو پلان هم پلی کوي او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي ويلي، چې د کډوالو چارو وزارت اړمنو راستنو شویو ته د مرستې د وېش لړۍ پیل کړې او یادونه یې وکړه، چې د ملګرو ملتونو ادارې دې هم د کډوالو لاس نیوی وکړي.