د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستې په اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ یو ځل بیا اعلان کړ.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې د پاکستاني لوري له خوا په غیرې قانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه وتړل شوې، چې دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي زیانونه ورسول.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ له پاکستان سره سوداګریزې لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي، کله چې د پاکستان حکومت څخه قوي اطمینان تر لاسه شي.
د نوموړي په وینا؛ دغه پرېکړه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، د دواړو لوریو د اولسونو هوساینې او باعزته سوداګرۍ په موخه شوې ده.

