د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ایران ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لوړو زده کړو له وزیر حسین سیمایي صراف سره لیدنه وکړه.
لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې شیخ نداء محمد ندیم د افغانستان او ایران پوهنتونونو تر منځ د استادانو تبادلې، علمي همکاریو پراختيا او نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړې او د دې سربېره یې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نویو ایجاد شویو ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو او په دیني او عصري زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
بل لوري د ایران د لوړو زدهکړو وزیر د افغانستان او ایران تر منځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره پر علمي همکاریو ټینګار وکړ او افغانستان سره یې هر ډول علمي همکاریو ته چمتووالی وښود.

