په افغانستان کې د اروپايي ټولني استازولۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له کلیوالو کورنیو سره ۷ میلیونه یورو مرسته کوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی ورونیکا بوسکوویچ پوهار وايي، د دې مرستې پر مټ حتی د لرو پرتو سیمو کورنۍ کولای شي چې له خپلو شتمنیو څخه د اقلیمي بدلون پر وړاندې ساتنه وکړي.
د خبرپاڼې پراساس، دغه پروګرام په کلیو کې د طبیعي پېښو پروړاندې لکه وچکاليو، سېلابونو او د کوچنیو اقتصادي فرصتونو لپاره رامنځته شوی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ له دې وړاندې هم په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه ۵ میلیونه یورو اعلان کړې وې.

