د سوریې ولسمشر احمد الشرع پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزو د بشپړ لغوه کېدو له امله د سوريې خلکو ته مبارکي ویلې او په دې برخه کې یې د ترکیې، سعودي عربستان او قطر مشرانو رول څخه مننه کړې ده.
ښاغلي الشرع زیاته کړې چې له ۱۴ کلونو وروسته په لومړي ځل سوریه له بندیزونه خلاصه شوې او په دې هېواد کې د کړاو مرحله ختمه او د بیارغونې مرحله پیل شوې ده.

