ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د ایران له سفیر سره د پاکې انرژۍ سرچینو د پراختیا په اړه خبرې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د نوې کېدونکې پاکې برېښنا انرژۍ سرچېنو پراختیا او دې برخه کې د هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

 ښاغلي ډاکتر عبدالباري عمر د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سرچېنو پراختیا او تجهیزاتو تولید برخو کې پانګونې مهمې بللې دي.

نوموړي ویلي، اوس تر هر بل وخت د پانګونو کچه زیاته شوې او ایراني پانګوال شرکتونه هم کولی شي یادو برخو کې پانګونې وکړي.

دغه‌راز د ایران سفیر علي رضا بیکدلي، افغانستان او ایران دوه ګاونډي وروڼه هېوادونه بللي او ویلي یې دي، چې یاد هېوادونه ګډې تمدني او کلتوري اوږدې اړیکې لري او باید تر منځ یې سوداګریزو او اقتصادي برخو کې ګډې همکارۍ پراخې شي.

نوموړي دغه راز تخنیکي انجنیرانو ته د ویزو اسانتیاوو برابرولو په ګډون ټولو برخو کې د بشپړو همکاریو ډاډ هم ورکړی دی.