ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: لکه څنګه چې مو افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ، همداسې به یې اباد کړو

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ښوونیزو مرکزونو د څه باندې درې زره او ۵۰۰ مجاهدینو د فراغت غونډې مراسمو پر مهال وویل، اشغال او تحمیلي جګړو د هېواد ټولې زیربناوې له‌منځه یوړې او په تېرو شلو کلونو کې هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد کې بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې شوې او دغه راز د پوهنې او روغتیا برخې ته هم ځانګړې وده ورکول شوې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، له افغانانو پرته پردي خلک زموږ هېواد نه شي جوړولی.

 نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چې مو افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ، همداسې به یې اباد کړو.

همدارنګه، په دې ف فراغت غونډه کې د کابل والي ملا امین الله عبید وویل، افغانانو دا ثابته کړې چې نه یوازې د جګړې په ډګر، بلکې د علم او زده‌کړو په برخه کې هم وړتیاوې لري.

ښاغلي عبید زیاته کړه، زموږ پلرونو د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې یوازې د هېواد د ازادولو لپاره جهاد نه دی کړی، بلکې د زده‌کړو د زمینې برابرولو او د پاک اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هم جهاد کړی دی.

ورته مهال د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال مولوي فتح‌الله منصور وویل، ګاونډي هېواد کې هغه شریرې کړۍ چې زموږ د نظام پر وړاندې هڅې کوي، باید شنډې شي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، اسلامي نظام د سلګونو کسانو د وینې په قربانۍ راغلی او ساتنه یې پر ټولو فرض ده.

دغه راز مولوي فتح‌الله منصور ټینګار وکړ، چې له امراوو باید اطاعت وشي او له امراوو اطاعت د شهیدانو ارمان پوره کول دي.