ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم پلي شو

د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی، چې په خوست ولایت کې د ورزشي لوبغالي په ساحه کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم پلي شو.
د سترې محکمې په وینا، هغه کس چې پرې الهي حکم تطبیق شو، منګل د طلاخان زوی، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او دا مهال د خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو اوسېدونکی و، چې په وسلواله حمله کې یې یو تن وژلی و.

سترې محکمې زیاته کړې، چې د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې غوښتنه وړاندې شوې وه او د هغوی د نه منلو په صورت کې د قاتل د قصاص الهي حکم د تطبیق امر صادر شو.