د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمهییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
مولوي امیر خان متقي څرګنده کړه، چې افغانستان او تاجیکستان په دې وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت روند زیانمن کړي.
دغهراز د ښاغلي وزیر له لوري د تاجیکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایې اتباعو مرګ ژوبله د غندني او تأسف وړ وبلل شوې او د سیمهییز ثبات لپاره دګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.
همدارنګه څرګنده شوه، چې اسلامي امارت د سرحدي امنیت د ټینګښت، د ګډو څېړنو او د هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دی او د شریرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا بولي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، کلتوري او د دیني ورورولۍ اړیکې یادې کړې او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ یې څرګند کړ.
نوموړي ټینګار وکړ، چې تاجیکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.
په پای دواړو وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظمو اړیکو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام هوکړه وکړه، ترڅو سیمه د زیات خپلمنځي باور او ثبات شاهده وي.

