د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او تاجیکستان پر پوله د وروستۍ پېښې او د افغان ـ چین اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
دوکتور محمدنعیم د تاجیکستان پر پوله د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې چينايي اتباع ووژل شول، خواښیني څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په دې تړاو پلټنې روانې دي او دا برید يې د هغو دښمنانو عمل وباله، چې د هېوادونو تر منځ بي اعتمادي رامنځته کوي.
دغهراز د چین سفیر د پیښي په اړه د جدي اقداماتو له امله د اسلامي امارت د هڅو او دریځ مننه وکړه او ويې ويل، چې د دې پېښې عاملين غواړي د چين او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
په پای کې دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو او ښو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

