د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د عراق له لومړي وزیر محمد السوداني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې او اسرایلو ترمنځ روانه جګړه د امریکا متحده ایالاتو د سیاست ناکامي په ګوته کوي.
نوموړي واشنګټن تورن کړی، چې ګواکې د ملګرو ملتونو د پرېکړو پر بنسټ د یو خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کېدو خلاف عمل کوي او سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ د تعادل ساتلو خلاف عمل کوي.
پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا له اسرایلو څخه په خپل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په هر حالت کې له اسرایلي ریژیم او حکومت سره ولاړ دي.
په داسې حال کې چې د حماس او اسرایلو ترمنځ د روانې جګړې پینځه ورځې شوي، چې په دغې جګړه کې د وژل شویو اسرایلیانو شمېر یو زر او ۲۰۰ تنو ته رسېدلی او لا هم د حماس له لوري د توغندیو مرګوني بریدونه روان دي.
سیمه کې خبریالان وایي، لا هم د غزې او اسرایلو ترمنځ سرحدي سیمو کې صهیونستي ځواکونه د خپلو عسکرو او عامو اسرایلیانو د جسدونو په ټولولو بوخت دي.
بل خوا بیا په غزې تړانګه کې د صهیونستي ریژیم له لوري هوایي بریدونو لا زور اخیستی، چې تر ډېره په کې ملکې اهداف په نښه کېږي.
د دواړو لورو ترمنځ زرګونه وګري ټپیان او یا هم له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي دي.

