ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هسپانیې له سفیر سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست لیدنه؛ افغانستان کې پر طبیعي پېښو او بشري مرستو خبرې شوې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي د افغانستان لپاره د هسپانیې له سفیر ریکارډو لوسا سره د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې ناسته کړې.

په دې ناسته کې مولوي مطیع الحق خالص د هسپانیې د تېرو مرستو د مننې ترڅنګ افغانستان کې پر شته اقتصادي ستونزو، طبیعي پیښو او د افغاني سرې میاشتې په مرستونونو کې پر شته خدماتو خبرې کړې.

نوموړي ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې په مرستونونو کې بې سرپرسته کورنۍ اوسي، چې د ژوند کولو ټول امکانات ورته برابر شوي او اولادونو ته یې د زده کړو ترڅنګ په خپله مېرمنو ته حرفوي زده کړې ور زده کېږي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ دا مهال ټول هېواد کې ۲۴زره کونډو ته د نغدي مرستو بهیر روان دی، چې تر ۸۰ سلنه تطبیق یې د ښځو په لاسونو ترسره کېږي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د هرات د زلزلې پر زیانونو او اړتیاو خبرې کړې او ویلي یې دي؛ د دې زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورونو شمېر شاوخو ۸۰۰۰ کورونه دی، چې اوسیدونکو ته یې د ژمي له راتګ وړاندې د کورونو جوړښت ستره اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر ریکارډو لوسا ویلي، چې د هسپانیې سور صلیب له ډېره وخته د افغاني سرې میاشتې همکار دی.

دغه‌راز موږ پوهېږو چې افغانستان کې د فقر او اقلیمي بدلون له امله ستونزې شته، مونږ نه غواړو دا ستونزې په سیاست پورې وتړو، بلکې غواړو د افغانستان له ولس سره خپلې مرستې روانې وساتو.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو له لوري د هرات له زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو لخوا په اعلان شوې مرسته کې ١٢% سلنه د هسپانیې له لوري شوې ده.

د هسپانیې سفیر ویلي؛ موږ د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ستایو او هڅه کوو، چې د هسپانیې سور صلیب او دولت د دې هېواد د ولسونو مرستې افغان ولس ته ورسوو.