ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: د امارتي ادارو ویاندویان باید پر وخت له رسنیو او خلکو سره اطلاعات شریک کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ په سیمینار کې له رسنیو سره پر خپل وخت د اطلاعاتو په شریکولو ټینګار کړی.

ښاغلي خیرخواه ویلي؛ د امارتي ادارو ویاندویان دنده لري چې په خپل وخت له رسنیو او خلکو سره د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه اطلاعات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ پر وخت د اطلاعاتو شریکول د شایعاتو په مخنیوي کې مهم دي.

دغه‌راز یې د امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ په همغږۍ ټینګار کړی دی.

د دې وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي پخپل وخت د اطلاعاتو شریکول د هېوادوالو اړتیا ګڼلې او د ناسمو اطلاعاتو له خپریدو څخه په مخنیوي کې یې مهم بللي دي.

یاد سیمینار د ریاست الوزرا په حکم په هرو درې میاشتو کې د کار د ښه‌والي او د بیلابیلو امارتي ادارو ویاندویانو لپاره د اطلاع رسولو په موخه جوړېږي.