ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستاني ملېشو د وړمې شپې هوايي بريدونه «وحشتناک» بللي او غندلي یې دي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستاني ملېشو د وړمې شپې هوايي بريدونه «وحشتناک» بللي او غندلي یې دي.

زلمي خليلزاد پر اېکس پاڼه ليکلي، دغو بريدونو ګڼو ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

دغه‌راز نوموړي د ياد وضعیت اصلي لامل د پاکستان ناسم سياستونه، د اقليتونو ځپل، په ټاکنو کې لاسوهنه او په واک کې په مکرر ډول د پوځیانو پاتې کېدل ياد کړى.

نوموړي زیاته کړې، چې په واک کې په مکرر ډول د پوځیانو پاتې کېدل، د پاکستان او دغه‌راز د ګاونډیو هېوادونو د خلکو لپاره یوه غمیزه ده.

خليل‌زاد له پاکستاني حکومته غوښتي، چې په خپلو تګلارو دې بيا له سره غور وکړي.