ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرمانونه؛ د ولس او یوې سالمې ټولنې د غوښتنو پر بنا ګڼل شوي

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ښې حکومتولي او ولس ته د غوره خدمت په موخه ګڼ فرمانونه صادر کړي.

د ملت او دولت ښې اړیکې، حق حقدار ته سپارل او ټولو هېوادوالو ته د مساوي حقوقو رسول د دې فرمانونو اصلي اهداف ښودل شوي.

دغه راز یاد فرمانونه د ولس او یوې سالمې ټولنې په غوښتنو بنا ګڼل شوي، تر څو د ټولنې ټول افراد او هېر قشرونه یو ځل بیا له خپلو اسلامي او انساني حقوقو برخمن شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ځینو فرمانونو ته په لاندې ډول کتنه کوو.

۱- د عمومي بښنې فرمان

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره سم مولوي ذبیح‌الله مجاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د عمومي بښنې فرمان اعلان کړ او ویې ویل، چې سر له ننه هېواد کې ټولې دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.

عمومي بښنه داسې یوه لاسته راوړنه وه، چې د افغانستان او نړۍ په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د دې فرمان پر اساس د هېوادوالو تر منځ د نفرت او نفاق زړي له منځه یووړل شول او افغانان یو ځل بیا یو د بل تر څنګ پر یوه ټغر راټول شول.

۲- د ښځو د حقونو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرمان

“د اسلامي امارت مشرتابه ټولو اړوند مسولینو، علمای کرامو او قومي مشرانو ته لارښوونه کړې، چې د ښځو حقونو پر ځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.”

په دې فرمان کې د نکاح پر وخت د ښځو رضایت، په بدو کې نه ورکول، په زور نه نکاح کول، مهر، میراث او نور حقونه شامل دي.

د ښځو د حقوقو فرمان کې د ټولنې د یوې هېر او محروم قشر حقوقو ته پر ژمنتیا او ورکولو امر شوی، تر څو افغان مېرمنې له هغو ټولو اسلامي او انساني حقونو برخمنې شي، چې مخکې ترې بې برخې وې.

۳- د محاکمو له فیصلې پرته د سزا ورکولو او بیا یې د عکاسي کولو مخنیوي په هکله حکم

“عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په یوه فرمان کې امر کړی، چې د سپېڅلي شریعت له مخې په متهمینو د جرم ثبوت او مجرمینو ته سزا ورکولو صلاحیت یوازې شرعي محکمې ته ورکړل شوی او هر څوک دا حق نه لري، چې پخپل سر مجرم ته سزا ورکړي.”

د محکمې له حکم پرته خلکو ته سزا ورکول د زیاتو خپلسریو، ناامنیو او فساد لامل کېږي، چې د دې فرمان پر اساس یې په ښه ډول مخه ونیول شوه او ټولو ته یو پیغام ورکړل شو، چې حتا خپل حق هم باید د خپلسرو کړنو پر ځای د محکمې له لارې وغوښتل شي.

۴- د سوالګرو راټولولو حکم

“د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس د لومړي ځل لپاره هېواد کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل شوه، تر څو د کار زمینه ورته برابره او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوې برخمن شي.”

د تېرو حکومتونو د بې کفایتۍ له امله مو هېواد کې فقر او غربت په بې ساري ډول زیات شوي و او ګڼ هېوادوال مو خیرات غوښتلو ته اړ شوي وو، چې اسلامي امارت په دې برخه کې پرېکنده اقدام وکړ او ګڼ سوالګر یې د هېواد له بېلا بېلو سیمو راټول کړل.

۵- هېواد کې د کوکنارو کښت او هر ډول نشه‌يي توکو د ممنوعیت په هکله فرمان

“عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د دې فرمان د صدور له نېټې سره سم په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت او هر ډول نشه‌يي توکو استعمال په مطلق ډول ممنوع اعلان کړ.”

له دې فرمان وروسته به هېڅوک پر خپلو ځمکو کوکنار نه کري، که چا سرغړونه وکړه، کښت به یې له منځه وړل کېږي او شرعي چلند به ورسره وشي.

د یاد فرمان پر اساس ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت، خرڅلاو او کاروبار مخه ونیول شوه او یو ځل بیا تمه پیدا شوه، چې افغانستان به له نشه‌يي توکو پاکه راتلونکې ولري.

۶- له نشو څخه د مخنیوي او د روږدو کسانو د تداوي په هکله حکم

“دا چې د نشه‌یي توکو استعمال په تدریجي ډول د یوه انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي، اسلامي نظام مکلفیت لري چې خپل وګړي له هر ډول نشو څخه را وګرځوي. کوم خلک چې له دې وړاندې په نشو روږدي دي، د هغوی لپاره دې داسې مرکزونه جوړ کړي چې د علاج اسانتیاوې ولري او د تداوي لپاره دې په عاجله توګه اړین تدابیر ونیسي.”

په نشه‌يي توکو د روږدو په راټولولو سره اسلامي امارت یو ملي مسولیت ادا کړ او دا یې ثابته کړه، چې د هېواد فرد، فرد ته ارزښت ورکوي او له ټولو انساني حقونو یې برخمنوي.

۷- د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په هکله فرمان

“د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کیندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا تامینولو په منظور چې موضوع یې عامه شتمني وي، امارتي مقامات او مامورین په مستقیم او یا غیرې مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کیندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبي کې د دواطلب په توګه ګډون نه شي کولای.”

د دې فرمان پر اساس د تېرو حکومتونو د ګڼو فسادونو مخه ونیول شوه او صدور یې د شفافیت رامنځته کولو په موخه یو غوره او ښه اقدام و.

۸- په امارتي ادارو کې د خپلوانو د نه ټاکلو په هکله فرمان

“د اسلامي امارت ټولو مسولینو ته مو هدایت دی، چې کېدای شي تاسو به په خپل مسولیت کې وظیفې خپلو نږدې قریبانو یا خپلو انډیوالانو ته د خپلوۍ یا شخصي تعلقاتو پر بنسټ ورکړې وي. له دې کار څخه په کلکه پرهیز وکړئ، چې دا ګناه او د الله جل جلاله د ناراضۍ او عذاب سبب دی.”

د خپلوانو د نه ټاکلو فرمان له صدور سره سم په لومړی ورځ ډېری مسولینو خپل او خپلوان له دندو لرې کړل.

دا فرمان ثابتوي، چې اسلامي امارت د خپلوۍ پر بنسټ د ټاکلو پر ځای اهلیت ته ترجیح ورکوي، اهل او وړ کسان په دندو ګوماري.

۹- په وزارتونو او امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هکله فرمان

“په دې فرمان کې ټول مسولین په دولتي او امارتي ادارو کې مراجعینو ته د اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو مکلف ګڼل شوي دي.”

د اسلامي امارت مشرتابه مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو فرمان کې امر کړی، چې له ولس سره ښې اړیکې وساتي او مخامخ یې غوښتنې واوري.

۱۰- د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په هکله فرمان

“په دې فرمان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د دولت مسولیت ګڼل شوی او ټینګار شوی، چې باید د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي او غاصبین د قانون منګولو ته وسپارل شي.”

افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ګڼ فرمانونه، چې سیاسي، اقتصادي، کلتوري ټولنیز او د ژوند بېلا بېل اړخونه رانغاړي، صادر شوي.

دا فرمانونه د علماوو، مخورو، سیاسیونو او هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي او د ښې ټولنې په جوړښت کې یې اغیزمن ګڼلي دي.

یاد فرمانونه د یوې سالمې او اسلامي ټولنې د غوښتنو پر بنا دي، چې یوې ښې راتلونکې ته یې د افغانانو هیلې یو ځل بیا راټوکولې دي.