ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال تاشکند ته سفر کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د اوزبېکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ټاکل شوي ده ښاغلی زاهدي د تاشکند پانګونې نړیوال فورم (TIIF – 2026)  کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی به په یاد فورم کې د بېلابېلو هېوادونوله پانګوالو او سوداګرو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه لیدنې هم وکړې.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه سفر به د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او د پانګونې د جلب په برخه کې مثبتې پایلې ولري.