د افغانستان وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبې کوکپر نړیوالو سیالیو کې، چې د قزاقستان په کوربهتوب د نهو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې؛ درېیم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې افغانستان، قزاقستان، ترکیې، منګولیا، روسیې، چین، مجارستان، اوزبیکستان او تاجیکستان هېوادونو ګډون کړی وو.
افغان ملي لوبډلې په ګروپي سیالیو کې مجارستان ته ١٤ پر صفر، مغولستان ته ٧ پر صفر او روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.

